د هېواد په ۸ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی
د اوبو او برېښنا وزارت نن، سبا او بله ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځينو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت نن، سبا او بله ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځينو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن، سبا او بله ورځ د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځينو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، تېر زېږدیز کال په هېواد کې د ملاریا ناروغۍ ۱۲۵ زره ۷۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير د کوچني اختر په ورځو کې له کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړى او له خلکو يې غوښتي چې د امنيت په تامين کې همکاري وکړي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۰ زندانیان چې د عفوې مستحق وو، خوشي شوي او د ۴۷۱ نور بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، تېر کال په هېواد کې څه باندې ۵۴۱ زره مټریک ټنه د پيازو حاصلات ترلاسه شوي دي. یاد وزارت نن په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، په ۱۴۰۱ کال کې…
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، تېره اونۍ د تورخم له لارې ۱۱۷ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه درلودل، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېر کال هېواد ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره بېکیفیته توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د مالیې وزارت د افغانستان لاس بېاسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان کال تر پایه تمدید کړه او وایي چې سر له سبا بېاسنادو موټرو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د درملو صنعت او روغتیایي محصولاتو اتحادیه وایي، حکومت دې هېواد ته د غیرقانوني او بېکیفیته درملو د وارداتو مخه ونيسي؛ خو حکومتي مسوولين بيا وايي چې تر ډېره يې د غيرقانوني درملو د وارداتو مخه نيولې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اداري غونډه کې د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ پرېکړه شوې، څو د هېواد ټول ژورنالیستان له دغه وزارت سره ثبت او کارټونه پرې ووېشل شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳ کسان مړه، ۷۲ ټپيان او نږدې ۱۹۰۰ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان څخه د شل اووریزې لوبلړۍ تر ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون ۱۹۶۳ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون دوه زره او اوولس افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د خوست فرهنګيان له حکومتي مسوولينو غوښتنه کوي چې ځوانان دې پر ځان راټول او د انسجام لپاره یې بېلابېل مسلکي پروګرامونه جوړ کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې ۴۹۸۶ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF وايي، نن په ټول هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د کتابپلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، په هېواد کې د ٥٥٠ کتابپلورنځيو او ۲۰۰ خپرندویه ټولنو له ډلې ډېر لږ یې فعالیت کوي چې ورسره د کتابونو پیر او پلور هم کم شوی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ۲۴۸۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د والیبال ملي لوبډله په مالدیف هېواد کې له درېیو بریاوو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد رېلپټلۍ له لارې ۱۴۱ زره او ۴۸ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېرې سلواغې میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۳۹۶ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲۷ زره مټریک ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.