منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرنې وزارت: تېر کال په هېواد کې څه باندې ۵۴۱ زره مټریک ټنه پیاز تولید شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، تېر کال په هېواد کې څه باندې ۵۴۱  زره مټریک ټنه د پيازو حاصلات ترلاسه شوي دي.

یاد وزارت نن په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه ۵۴۱ زره او ۲۲۵ مټریک ټنه د پيازو حاصلات راټول شوي دي.

د کرنې وزارت ویلي، تېر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر ۳۰ زره او ۴۷۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پیازو ډېره کرکېله په ننګرهار، پروان، فراه، تخار، بغلان، بلخ، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې شوې وه.

کرنې وزارت ویلي، په پام کې لري چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د پیازو د لویو او کوچنیو زېرمتونونو په فعالوو سره، د پیازو د فصل ټولولو پر مهال د هېواد د پیازو تولیدات زېرمه او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کابل په بازارونو کې د يو من (٧ کيلوګرام) پيازو بيه شاوخوا ٥٠٠ افغانۍ وه، خو اوس يې د يو من بيه ١٥٠ افغانيو ته لوېدلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه