منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هېواد

۴۵۲ راپورونه

راپورونه

د پهلوانۍ او زورخانه‌يي افغان ورزشکاران له ۲۵ مډالونو سره هېواد ته راستانه شول

د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانه‌يي برخو ورزشکارانو د مصر او ایران په کوربه‌توب له نړۍوالو سیالیو د برونزو د ۲۵ بېلابېلو مډالونو له ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک ملي کمېټې…

د هېواد په پنځو پوهنتونونو کې اته د ماسټرۍ او څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې په پنځو پوهنتونونو کې اته د ماسټرۍ او څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې او دغه‌راز په بېلابېلو پوهنتونونو کې پنځه نوي پوهنځي او ۳۱ ډیپارټمنټونه پرانيستل شوي دي.

ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون ډالر ځانګړي کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځ ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي…

د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له زیانمنو سره د ځینو هېوادونو او اروپایي ټولنې بشري مرستې

چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.

د تېرې شپې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو  څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، پېښې ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې کمېته جوړه شوې او د اوس لپاره سل میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

جلالي: د هېواد روغتیايي سکټور د پياوړتیا لپاره د نوې ستراتیژۍ پر جوړولو کار روان دی

د عامې روغتیا وزیر له نړۍوالو شریکانو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د هېواد روغتیايي سکټور لپاره یو ستراتیژیک او اوږدمهال پروګرام شتون ولري چې په هغه کې د تمویلوونکو رول روښانه شوی او له جامع ارزونې وروسته به د خدمتونو ادغام په منطقي ډول عملي شي.

د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي د برونزو له څلورو مډالونو سره بېرته هېواد ته راستانه شول

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لوبغاړي د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس اسیایي سیالیو کې د برونزو څلورو مډالونو په ګټلو سره نن بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک ملي کمېټې له لوري وستایل شول.

شرافت زمان: تېرو ۶ میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې یو میلیون ماشومانو ته خدمات وړاندې شوي

د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتي مرکزونو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۶مې کالیزې نمانځنه؛ چارواکو د ازادۍ پر ساتلو، زده‌کړو او یووالي ټینګار وکړ

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل چې د هېواد خپلواکي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه شوې او «باید په…

د خپلواکۍ د بېرته اخیستو  ۱۰۶مه کالیزه؛ ا.ا: ځوانان دې له خپل تېر تاریخه مثبته زده‌کړه وکړي

اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د  ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ويلي چې دغه بریا د «افغان مجاهدینو» د سرښندنو، قربانیو او جهاد په پایله کې ترلاسه شوې او تر اوسه خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.

اقتصادي معاونیت: په هېواد کې د ۲۰۴ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نور راپورونه