منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پانګونې

۶۲ راپورونه

راپورونه

غړي

یو شمېر روسي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، یو شمېر روسي پانګوالو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره لیدنه کې په افغانستان کې د صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

د روسیې او بحرین یو شمېر سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د بحرین او روسیې یو شمېر سوداګر او پانګه‌والو د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د هوایي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې او روغتیا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

دوو ایراني او افغان شرکتونو له غزني تر کندهاره د سب‌سټېشنونو پر جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوو ایراني او افغاني شرکتونو مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له غزني تر کندهاره د پنځو سب‌سټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

اقتصادي معاونیت: افغانستان کې د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په بېلابېلو سکټورونو کې شاوخوا پنځه میلیارده او ۳۴۸ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره د خیریه کارونو او پانګونې غوره زمینه برابره شوې

د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.

غړي

ترکي سوداګرو افغانستان کې د تولیدي فابریکو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ترکي سوداګرو د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فابریکو جوړولو، کرنې، کانونو استخراج، انرژۍ او ټکنالوجي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

عمر: له شلو ډېرو هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شلو ډېر هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید او طبي محصولاتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نور راپورونه