مزارشریف (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د ازبکستان یو شمېر سوداګرو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پرون له غرمې مخکې یو شمېر ازبکستاني سوداګرو له والي محمدیوسف وفا سره ولیدل.
سرچینه وايي، په دې ناسته کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دواړو هېوادونو د ملي سوداګرو ترمنځ د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دا ډول ډېرې ناستې شوې او د دواړو لورو لپاره په ګټه تمامې شوې دي.
اسدي زیاته کړه، افغانستان کې اوس د ښه کار کولو زمینه برابره ده، د زیربناوو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې او کانونو برخو کې لویو پانګونو ته موقع شته، همدارنګه د ډبرو، پنبې او انرژۍ برخو کې افغانستان، په ځانګړې توګه بلخ ولایت ډېر تولیدات لري، باید د دواړو هېوادونو ملي سوداګر ورته پاملرنه ډېره کړي.
وروسته د بلخ والي محمدیوسف وفا له ازبکستاني او ملي سوداګرو مننه وکړه چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ برخه کې یې پوره هڅې کړې او اوس هم هر ډول شرایط برابر دي چې باید دلته پانګونې وشي.
په وروستیو کې د ازبکستان د سوداګرو په استازیتوب نادر رستم ویلي، د ازبکستان سوداګر غواړي د شیدو، بوټانو، ساختماني موادو، جامو جوړولو، د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید برخو کې چې خام مواد یې له افغانستانه ترلاسه کېږي، پانګونې وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو سوداګرو د بلخ له والي سره تر لیدنې وروسته د صنعت او سوداګرۍ خونه کې د دواړو لورو سوداګرو پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړې او ځینې سوداکریزې هوکړې یې هم لاسلیک کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP