منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۰ غ.م
۵°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پلاوی

۷۵ راپورونه

راپورونه

غړي

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټول‌منلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.

غړي

د مالیزیا هېواد یو پلاوی بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی

د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره‎ هڅه وکړي.

غړي

د کرنې وزارت یو پلاوی روسیې ته ولاړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس په مشرۍ یو پلاوی د حیواني روغتیا برخه کې په نړۍوال علمي او ساینسي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.

غړي

د کرنې وزارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.

غړي

د ازبکستان یو رسمي پلاوی کابل ته راغی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.

غړي

د اسلامي نړۍ علماوو یو پلاوی به نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه د اسلامي همکاريو سازمان له څرګندونو هرکلی کړی او دغه سازمان وایي، په نږدې راتلونکي کې به د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته سفر وکړي.

نور راپورونه