کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، یاد پلاوی د دغه وزارت د کور پلټنې رييس مولوي محمدجان خدرخېل په مشرۍ تللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د اتشې د کړنو او فعالیتونو څېړنه کوي.
د یادونې ده، په ایران کې د افغانستان سفارت د روانې کب میاشتې په ۷مه نېټه اسلامي امارت ته وسپارل شو او د بهرنیو چارو وزارت خپل استازی سفارت ته استولی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د سرچینې د معلوماتو پر ا ساس، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې بيا نه لري.