Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بګرامیو ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ له ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې څخه ۵۰ جریبه یې بېرته راوګرځول شوه او د پاتې ځمکې په بېرته راګرځولو کار روان دی.
د عدليې وزارت وايي چې د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل ښار او ولسواليو کې څه باندې ۵۵ زره جریب امارتي ځمکه له «غاصبانو» راګرځولې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې ده.
د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۱۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسیون له خوا جلالاباد ښار کې د برېښنا رياست لسګونه جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د جوزجان پوهنې ریاست خبر وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال خلکو پوهنې ریاست ته یوولس جریبه ځمکه وقف کړې او له سوداګرو او خلکو غواړي چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.
کندهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولین وايي، په تېر یونیم کال کې یې ۶۵ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
د عدليې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ښار اتمي حوزې اړوند میرویس ښارګوټي کې څه باندې ۱۰۰ جریب امارتي (سلطاني) ځمکه استرداد کړه.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړې چې تر اوسه یې یوازې نهه زره جریب راګرځولې ده.
د افغانستان عدليې وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې دهکیپک سیمه کې ۵۵۵.۶۲۸ جریب دولتي ځمکه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده.
عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه ځمکه استرداد او حیدرجان نعیمزوی توقیف شو.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېرو درېیو ورځو کې یې په ناوې، مارجې، واشېر او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده .
د عدلیې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۱۶۸ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن