Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ا.ا د قضایاوو عمومي رییس وايي چې له غصبه د امارتي ځمکو راګرځولو او مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د هېواد په کچه یونیم میلیون جریب ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ابند ولسوالۍ کې شاوخواه ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
سمنګان کې یوه زړه ښځه چې خپله څه باندې یو جریب ځمکه یې روغتیايي مرکز ته وقف کړې وايي، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو یې یوه ډېره لویه پخوانۍ هیله پوره شوه.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني شوه.
د کندهار د تخه پل ولسوالۍ د مېل پله په سیمه کې د دوو اړخونو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د سرپرست حکومت یوې باوري سرچینې ویلي، چې د ځمکو د غصب کمېسیون لخوا په پخواني ولسي جرګه د کابل د خلکو استاد مولوي تره خېل نیولی دی.
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ زره او ۳۰۰ جريبه امارتي ځمکه له تثبیت وروسته، استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وایي چې نږدې یوه کال په موده کې په سمنګان او بدخشان کې شاوخوا ۱۲۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته د حکومت ملکیت شوه.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو معین د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ښار کې ۴۰ زره غصب شوې ځمکه مسترد شوې ده.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن