Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار په کچه د فوټسال الف لیګ سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې نن د یاران افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د تېر شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د مالیزیايي غوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د کانکور چمتوالي مرکزونو مسوولین د تېرو درېیو کلونو مخکې په پرتله د خپلو زدهکوونکو شمېر کمېدو ته اندېښمن دي، وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د زدهکوونکو لپاره فیسونه هم کم کړي دي.
د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د قزاقي اوړو او اوبلن ګاز بیو کې لوړوالی راغلی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو تغذیې په موخه څه باندې ۱۲۰۰ کړۍ جذبي څاهګانې کېندلې دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ د ۱۸ ټیمونو په ګډون پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې دلاور ترکمنزاده ټیم شهید پناه ته او ایثار ټیم مخابراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
د کابل ښار لېسهمریم بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشتبرچي سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته نن مازیګر مهال شاوخوا درې بجې د لاسي بم چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند، الوخیلو خان سېمه کې پر یوه مارسډیز موټر د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل والي وایي چې د اسلامي امارت رهبري دې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو په موخه د لویو پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP