د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې پنځه لوبډلې په کې برخه لري او دوه اونۍ به دوام وکړي.
د سپینغر زون د معلولینو لوبډلې د هېواد په کچه د زونونو ترمنځ د شلاوریزو سیالیو اتلولي وګټله.
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوپر لیګ پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
په خوست ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د «نجيبالله ترهکي د معلولينو شلاوريز کرکټ جام» دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد د پنځو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اتم پړاو سيالۍ د ننګرهار په کوربهتوب پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) کرکټ سیالیو اتم پړاو سبا په ننګرهار کې پیلېږي.
د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې سره کوي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ له الف لوبډلې سره کوي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه یو ورځینۍ لوبه کې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.