Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندوز کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د ځایي مسوولینو په هڅو پای ته رسېدلې ده.
د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۱ شبکو په جوړولو سره څه باندې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
کندوز کې ځایي سرچینو د دغه ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې له ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیلېدو خبر ورکړی دی.
د کندوز ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د ۲۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی او وایي چې په دې موده کې څه باندې ۱۴ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د درملو له ټيټ کیفیت او په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو له ضعیفوالي شکایت لري او له مسوولینو غواړي څو دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګی برید غندلی دی.
د کندوز ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راستنو شوو افغان کډوالو ته د پنځو ښارګوټو جوړولو لپاره څه باندې ۱۳زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
امنیتي مسوولین وايي چې په لوګر ولایت کې لسګونه میله وسلې ترلاسه شوې او په کندوز کې بیا اووه کسان د عامه نظم د اخلال په تور نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP