کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې جون میاشتې په ۲۸مه په کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شلاوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیلېږي.
په هغې غونډه کې چې په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ کې جوړه شوې وه، د کورني کرکټ مشر نظیمجار عبدالرحیمزي وویل، د روانې جون میاشتې په ۲۸مه په کندوز کې د واخان ملي شلاوریزه جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیلېږي چې د جولای تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې څلور لوبډلې ګډون کوي چې هره لوبډله به شپږ – شپږ لوبې ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، تېر کال دغه سیالۍ د قوشتیيې ملي پروژې په نوم وې او دا ځل هم د واخان ملي شلاوریزه جام نوم ورکړل شوی دی.
عبدالرحیمزی وايي: «د شلاوریز جام لپاره د واخان نوم غوره کول د دې لپاره دي چې خلک د یادې سیمې پرمختیایي پروژو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او دغه راز سوداګرۍ ته د خلکو هڅولو برخو کې همکاري وکړي.»
دی وایي، دغه سیالۍ ځکه اوس ترسره کېږي چې وروسته بیا د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي.
په یاده غونډه کې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل وویل، په دغو سیالیو کې به هغه لوبغاړي چې له کرکټ بورډ سره د سپین توپ قرارداد لري، په ګریډ ون سیالیو کې یې ښه لوبه کړې او هغه ملي لوبغاړي چې ټپیان شوي وو او اوس بېرته روغ شوي، هم ولوبېږي.
دغه راز، په یادو سیالیو کې د هندوکش سټرایکر، میوند اتلان، ماهیپر ستوري او پامیر لیجنډز لوبډلې ګډون لري.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ به په هېواد کې له یوه ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د یادونې ده، یادې شلاوریزې سیالۍ تېر کال د قوشتیپې جام په نوم په کابل کې ترسره شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP