Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو په موخه د تیږو ماتولو لپاره په لاس جوړ شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې نږدې ۵۰ زره ماشومان چې له ښوونځيو لرې دي، په کلیوالي ټولګیو او مدرسو کې ورته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته رسېدلی او د یو شمېر مرستندویه ادارو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې د بدیل معیشت پروګرام لړۍ روانه ده.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
سیمهییز چارواکي وایي، د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره په ۳۸۲ جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي.
تېره شپه د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د یوه کور د دوو خونو چتونو لوېدلي چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دوو تنو د لفظي شخړې پر مهال، د درېیمګړي سیلاني د ډزو له امله، دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په تړاو یې ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په ښار کې د ډېرې ګڼېګوڼې او بېنظمۍ له امله نه شي کولای خپلو ورځنیو چارو ته سمه رسېدنه وکړي.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ کرکټ ولایتي ادارې مسول وایي چې د کونړ مرکز اسعداباد کرکټ مرکزي لوبغالي کې د رمضان جام لس اووریزې سیالۍ پیل شوې.
د کونړ د یو شمېر لرېپرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو کمښت له امله یې د ماشومانو زدهکړې نیمګړې پاتې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP