Language

کونړ کې د کډوالو لپاره د یوه ښارګوټې جوړلو چارې پیل شوې

اسعداباد (پژواک، ۲۲ وری، ۱۴۰۴): سیمه‌ییز چارواکي وایي، د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره په ۳۸۲ جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، نن د همدې موخې لپاره یاد ولایت ته سفر کړی و او د دغه ښارګوټي د جوړولو بنسټ یې کېښود.

هغه وویل، چې دغه ښارګوټی به ښوونځی، پارک، سړکونه، برېښنا، پاکې اوبه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري.

هغه زیاته کړه: «موږ نن په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره په ۳۸۲ جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړېدو بنسټ کېښود، او په عملي ډول مو یو شمېر هغو کورنیو ته چې له پاکستان څخه راکډه شوي، د ځمکې د ورکړې فورمې وویشلې

د کور او ښار جوړونې وزیر، مولوي حمدالله نعماني، هم وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو شړل د اسلامي، بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت چمتو دی، ترڅو هېواد ته د راستنېدونکو کورنیو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وویل چې په کونړ ولایت کې یې د راستنېدونکو کورنیو د میشتېدو لپاره په څلورو ساحو کې مناسب ځایونه په نښه کړي وو، چې د خاص کونړ ولسوالۍ د ښارګوټي د جوړولو عملي چارې یې نن پیل شوې.

حبیب‌الله، چې دوه کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره د پاکستان د کراچۍ ښار څخه کونړ ته راستون شوی، وایي چې د کډوالۍ ژوند یې له ډېرو کړاوونو او ستونزو ډک و.

هغه وایي، خوښ دی چې نن یې په دغه ښارګوټي کې یوه نمره ترلاسه کړه.

Related Topics