Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د یوه کور د دوو خونو چتونو لوېدو پېښه کې درې ماشومان مړه شوي

اسعداباد (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): تېره شپه د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د یوه کور د دوو خونو چتونو لوېدلي چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ ولسوال مولوي حبیب‌الله زبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دې ولسوالۍ د ګلسلک په سوري غاړې کلي کې د ورښت له امله د یوه کور د دوو خونو چتونه لوېدلي چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او یو بله ماشومه ټپي شوې ده.

د نوموړي په خبره، د پېښې ځای ته مرسته‌رسوونکي رسېدلي، ټپي ماشومه یې هم روغتون ته رسولې او وايي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.