د ژمي رانږدې کېدل؛ له کونړه کابل ته د سون لرګیو د انتقال اجازه ورکړل شوه
د کونړ کرنې ریاست وايي، د رییسالوزرا د حکم له مخې یې د یوې میاشتې لپاره له دغه ولایته کابل ته د سون لرګیو د انتقال اجازه ورکړې ده.
د کونړ کرنې ریاست وايي، د رییسالوزرا د حکم له مخې یې د یوې میاشتې لپاره له دغه ولایته کابل ته د سون لرګیو د انتقال اجازه ورکړې ده.
د کونړ یو شمېر سوداګرو وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نواپاس لویه لار دې د سوداګرۍ لپاره برانیستل شي. د کونړ سوداګرو دغه څرګندونې نن د دغه ولایت د غونډو…
کونړ کې د یو شمېر دولتي او شخصي ادارو کارکوونکي وايي، له څو ورځو راهیسې بانکونو ته د معاش اخیستو په موخه ورځي خو پیسې نه ورکول کېږي.
د کونړ چپېدرې ولسوالۍ مسوولین وایي، نن د دې ولسوالۍ اړوند کنډۍ په پانډونو سیمه کې د ډاډسن موټر چپه کېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو.
د کونړ پېچ درې ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت یو پل جوړوي او نن یې عملاً کارونه پیل شول.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت ته له کابله د سترګو متخصصینو یوه ډله ورغلې وه او د نږدې ۳۵۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه يې کړې ده.
د کونړ د ټرافیکو مدیریت وايي، نن سهار يې په دغه ولایت کې ۶۵۰۰ راسته لاس موټرو ته د اسنادو ورکولو بهیر پيل کړ.
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې دوو کورنیو خپله ۱۷ کلنه دښمني د قومي جرګې په منځګړتوب پای ته ورسوله او سوله یې وکړه چې اوس له یو بل سره په خوشحالۍ او ورورګلوۍ کې ارام ژوند کوي.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې، بشپړې کړي.
کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.
کونړ کې مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
کونړ کې د وړمې شپې سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو زیاتېدو له امله له مرکز سره د دوی لار بنده شوې ده.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان (یواېناېچسيار) په مالي ملاتړ زرو کسانو ته د پيسو په بدل کې د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې یو شمېر کورنۍ نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ واکسین تطبیق شي.
کونړ کې مسوولین وايي، تېره شپه په دغه ولایت او نورستان کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. هغوی زیاتوي، سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم…
د کونړ ولایت وټهپورې ولسوالۍ د میدان سیمې خلک وايي، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او له حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند د «دهوز» سیمې خلک چې د موټرو تګ راتګ لپاره هېڅ لار نه لري، اوس یې د یوه عمومي اشر په پیلولو سره په خپل شخصي لګښت د ۲۵ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.