ژبه

د کونړ سوداګر: د نواپاس لار دې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي

اسعداباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د کونړ یو شمېر سوداګرو وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نواپاس لویه لار دې د سوداګرۍ لپاره برانیستل شي.

د کونړ سوداګرو دغه څرګندونې نن د دغه ولایت د غونډو په تالار کې د صنعت او سوداګرۍ له مرستیال وزیر قدرت‌الله جمال سره په لیدنه کې وکړې.

په دې لیدنه کې د کونړ یوه سوداګر میاداد خان وویل، له ډېرې مودې راهیسې د نواپاس لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

هغه وویل که دغه لار پرانیستل شي، د دواړو خواوو سوداګر به وکولای شي په اسانۍ سره خپل مالونه یو او بل لور ته انتقال کړي.

ده زیاته کړه، د تورخم لار موږ ته ډېره اوږده او قیمته تمامیږي، که دغه د نواپاس لار خلاصه شي، د سوداګرو لپاره لویه اسانتیا ده.

دغه راز یوه بل سوداګر سید عظیم وویل چې د یادې لارې تړل کېدو له امله د سوداګرۍ ترڅنګ دواړو لورو ته د پرتو قومونو ترمنځ هم اړیکې پرې شوې دي.

ده هم ټینګار وکړ چې د نواپاس لار دې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې پرانیستل شی.

په یاده لیدنه کې یو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر قدرت‌الله جمال وویل چې دغه موضوع به د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکه کړي او هڅه به وکړي چې د نواپاس لار د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې پرانیستل شي.

د یادونې ده، د نواپاس لویه لار له تېرو نهو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

ورته موضوع