Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تېره شپه یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان په خاصاروزګان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو مسوولینو په هڅو او منځګریتوب پای ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې نن د سوېللوېدیځ زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضایې معاونیت د حکم پر بنسټ ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې په مرکز ترینکوټ او ځينو ولسوالیو کې تاریخي ابدات او سیمې د غصب او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي خو مسوولین وايي، د ساتنې سربېره یې بیارغونه هم کوي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د ګرماب او چنار سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي، تعلیمي او نورو خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د جغلي سړک سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د یوه ترانسپورټي ټرمینل د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د «ماشیناب» پول چې د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ د دایکندي ولایت خلک هم تګ راتګ پرې کوي، سخت زیانمن شوی او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د کرکټ اوو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام پنځلساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې پېښه کې د یوه کور شپږ غړي مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP