Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د قرانکریم د لسګونو حافظانو ترمنځ د حفظ سیالۍ ترسره شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یې د مرغانو د ښکار په تور شپږ کسان نیولي دي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د وروستیو دوو ورځو اورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړې چې تر اوسه یې یوازې نهه زره جریب راګرځولې ده.
د ترینکوټ ښار اړوند چنار سیمې اوسېدونکي وایي، مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې له ګنو ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د دغه ولایت له ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو سره د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته شوې ده.
د اروزګان ولایت د مرکزي زندان لسګونه زندانیانو د قرائت او قران کریم د حفظ زدهکړې بشپړې کړې.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښاروالي وايي چې د ترینکوټ ښار یو شمېر دوکانونه یې په روژه کې د ګرانپلورنې له امله تړلي دي.
اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.
د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت چهارچینو ولسوالۍ کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي دي.
د اروزګان د مخابراتو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې د مخابراتي خدمتونه پراختیا په موخه روان کال ۱۴۲ نوي سایټونه فعال کړي دي.
د اروزګان ولایت ویاند وايي، د عبدالمتین په نوم هغه کس نیول شوی چې دولتي مسوولینو او خلکو ته به یې ځان د اسلامي امارت مشرتابه د دفتر استازی ورپېژاند او باج اخیستنه به یې کوله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن