غور او اروزګان کې له څه باندې ۳۷۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې
سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د علماوو یوې شورا په تېرو نهو میاشتو کې د خلکو تر سلو ډېرې بېلابېلې شخړې حل کړې دي.
تېره شپه د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و خو له څاه تر را ایستلو وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار او اروزګان کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنۍ سره نغدي او د خوراکي توکو، او په سرپل او نیمروز کې څه باندې ۳۸۰۰ ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو لپاره د کار وسایلو مرسته وشوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود او چورې ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ له رسنیو سره د معلوماتو د پر وخت شریکولو د ټینګار ترڅنګ امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره د کار پر مهال همکاري وکړي.
د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو، مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د اروزګان والي وایي، په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د کلدارو کاروونکي به نیول کېږي او د نورو مجرمینو په څېر به ورسره جدي چلند کېږي.
د اروزګان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ په اوشي سیمه کې د ۱۰ میلیون افغانۍ په لګښت د یوه جامع جومات جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زدهکوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زدهکړې کوي.
اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له پاکستانه د را ایستل شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهال کمپ جوړولو چارې پيل شوې. د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې په یاد کمپ به تر ۱۰۰…
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د اروزګان والي د یوې غونډې پرمهال د مرستندویه ادارو له مسوولینو وغوښتل چې خپل بشري او پرمختیایي چارې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته وغځوي.
د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان په ملاتړ د ۱۸ میلیون ۱۵۵ زره افغانيو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان والي وایي، هغه کسان به مجازات او شتمنۍ به یې ضبط شي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو مخنیوي کمپاین پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
غزني کې د یوه ۵۸۰ بس او اروزګان کې د ټونس موټرو چپه کېدو پېښو کې لږ تر لږه یو کس مړ او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې. د دغه ولایت د مسوولینو په وینا، په…
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې ټولولو په موخه صندوقونه کېښودل شول.