Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د جودو ملي لوبډله نړۍوالو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ترسره کولو لپاره ازبکستان ته تللې ده.
د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستانه پورې د ۷۵ کیلو متره په اوږودوالي د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې د ۶،۳ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په ترانسپورټي مسایلو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې چارې بشپړې او افغانستان ته وارداتي برېښنا په نورمال ډول ونښلول شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت له پلاوي سره په لیدنه کې د ازبکستان سوداګرۍ وزارت چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې برخه کې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې دغه هېواد د افغانستان پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه باغونه جوړوي او کښتونه به کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ازبکستان کرنې له پوهنتون سره د زدهکړو او تجربو شریکولو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
د ازبکستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چمتو ده د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیم په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په ۵۰ سلنه تخفیف ترسره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن