د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک موندنې له عیني واقعیتونو لرې بللې او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.
په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.
د اسلامي امارت چارواکو په غزني ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.
د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ملګرو ملتونو غوښتي څو هڅه وکړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار د رېلګاډي په یوه تمځای کې نننۍ چادونه وغندله.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې اسلامي امارت خلکو ته د تکلیف رسولو نه، بلکې هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.
کورنیو چارو وزارت ته امنیتي سلاکار، پروان ولایت ته والي او مرستیال، دغه راز تخار، سرپل او غور ولایتونو ته نوي مرستیالان وټاکل شول.
په چین کې د افغانستان سفیر وایي، اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسي په درلودو سره دې ته لومړیتوب ورکوي چې تر ټولو مخکې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتې توګه وصل شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې د اسلامي امارت لومړنۍ موخې ترلاسه شوې او اوس له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام پلوی دی او «د بریټانیا حکومت په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»