د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او هلته له هغوی سره پر ناسم چلند خواشیني ښودلې او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
د اقتصاد وزارت سرپرست د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي ورورګلوۍ او د کډوالۍ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف وبلل او له نړۍوالو سازمانونو او خلکو یې وغوښتي څو له راستنېدونکو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي، خو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې باید له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي لاس واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP