منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اماراتو

۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د اماراتو پلاوی: له یوې ورځې په کمه موده کې د هرات په زلزله‌ځپلې سیمه کې مجهز روغتیایي مرکز فعالوو

د متحده عربي اماراتو پلاوي چې هرات ته یې سفر کړی، وایي، د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په زلزله‌ځپلې سیمه کې له یوې ورځې په کمه موده کې یو مجهز روغتیايي مرکز فعالوي.

غړي

خلف‌احمد الحبتور: له افغانستانه د زده‌کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخه نیول شوې

د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زده‌کړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا: ویسټ د ستونزو حل لپاره په ګډه د مناسبې لار پیدا کولو ډاډ راکړی

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.

غړي

اماراتو ته د افغان چارواکو، سیاستوالو او نړۍوالو استازو سفرونه او په اړه یي هیله‌مندي

په داسې حال کې چې یو شمېر افغان سیاستوال او د سرپرست حکومت د دفاع وزیر متحده عربي اماراتو ته رسېدلي، ټاکل شوې چې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم په نږدې وخت کې د بین‌‌الافغاني تفاهم په موخه دوبۍ ته ورسېږي.

نور راپورونه