Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روسیې ولسمشر وايي چې له اوکراین سره د جګړې درولو له وړاندیزونو سره موافق دی، خو هېواد یې د دې فرضیې پر اساس پر مخ ځي چې اوربند باید دوامداره سولې ته لار هواره کړي او د ناورین اصلي لاملونه لهمنځه یوسي.
د راپورونو له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي د هغو مذاکراتو پایله کې چې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شول، د مسکو د توافق په صورت کې پر دېرش ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر له اوکراین سره خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر اروپايي هېوادونه د دغه هېواد او اوکراین ترمنځ د جګړې پر لا غځولو تورن کړي دي.
د راپورونو له مخې، برېتانیا او اوکراین د کیېف دفاعي وړتیاوو د ملاتړ لپاره د ۲،۲۶ میلیارد پونډو په ارزښت د پور دوه اړخیز هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا «د سولې لپاره لار» تر نوم لاندې د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره یو پرېکړهلیک منظور کړ.
د اوکراین ولسمشر وايي چې د دغه هېواد له ګډون پرته به د سولې مذاکراتو د پایلې په اړه د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځ پرېکړه هیڅکله ونه مني.
د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي امارتو ته تللی دی.
د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP