کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو اترو دویم پړاو له کوم پام وړ پرمختګ پرته پای ته رسېدلی، خو د زندانیانو د تبادلې پر سر بیا هوکړې ته رسېدلي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، اوکرایني مرکچیانو ویلي چې روسیې یو ځل بیا «له کوم قید او شرط پرته» اوربند چې د کيیف، اروپا او امریکا له مهمو غوښتنو دی، رد کړی دی.
د روسیې د پلاوي یوه غړي ویلي چې دوی د جګړې د لومړۍ لیکو په «ځینو برخو» کې د دوو یا درېیو ورځو لپاره د محدود اوربند وړاندیز کړی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په راپور کې راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات پرون د ترکیې په پلازمېنه استانبول پیل شول چې یو ساعت یې دوام وکړ او هوکړه شوې چې ټول ناروغ او سخت ټپي جنګي بندیان او دغه راز له ۲۵ کاله کمعمره نیول شوي کسان به د یو بل ترمنځ تبادله شي.
د یادو خبرو له پیله مخکې هم یوې هوکړې یا بشپړ اوربند ته د رسېدو ډېره هیله نه وه؛ ځکه چې دواړو لورو د هغې جګړې د پای ته رسولو په اړه د نظر اختلاف درلود چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP