منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۱ غ.و
۹°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اوکراین

۸۲ راپورونه

راپورونه

غړي

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ له ترینګلتیا ډکه لیدنه

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.

غړي

پوتین: مسکو د اوکراین سولې خبرو کې د اروپایي هېوادونو له حضور سره مخالفت نه لري

د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.

غړي

بایډن: اوکراین کولای شي د امریکایي توغندیو پر مټ روسیه کې موخې په نښه کړي

د امریکا ولسمشر اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي، خو د روسیې ولسمشر مخکې خبرداری ورکړی چې دا کار به په جګړه کې د امريکا او ناټو د نېغې ښکېلتيا په معنا وي او روسیه به یې په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.

غړي

راپور: اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې له افغانستان سره تر کړو دغه ډول مرستو ډېرې دي

د راپورونو له مخې، پر اوکراین د روسيې د برید له پيله د روان کال د جنورۍ تر ۱۵مې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرسته ۴۶.۶ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او دا کچه په افغانستان کې د امريکا تر کړو پوځي مرستو لوړه ده.

نور راپورونه