Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي چې انقرې ته نږدې د دغه هېواد د هوایي چلند صنعت پر یوې فابریکې د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
حزبالله ویلي، د اسرائیلو په شمالي ښار بنیامینا کې یې د اسرائیلو پر یو پوځي کمپ د بېپیلوټه الوتکو برید کړی چې له امله یې څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، پاکستاني ځواکونو په خیبر کې د دغه غورځنګ له خوا د جوړېدونکې جرګې پر میدان برید کړی؛ دغه سیمه یې قبضه کړې او هلته د لویې ماشینرۍ پر مټ خندقونه کیندي.
رسنیو راپور ورکړی چې په هایتي کې د «ګرانګ ګریف» په نوم د یوې وسلهوالې ډلې د برید په پایله کې ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، تېره شپه وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په مومند ایجنسۍ سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په کابل ښار کې د وړمې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.
د جرمني د یوه صنعتي ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسمو پر مهال د چړې په برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د سمندر پر غاړه په یو وسلهواله برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.
سیدعلي خامنهیي د ایران رهبر د دې ترڅنګ چې د اسماعیل هنیه غچ اخیستنه خپله دنده بولي، وایي، اسرائیل د هنیه په ترور سره ځان ته د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه.
د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ کسان نیولي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلهوالو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP