د تخار فرخار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د امنیت ښه ټینګښت له امله د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د امنیت ښه ټینګښت له امله د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.
د تخار امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ دوه ملکي وګړي د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینهوال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.
د تخار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د هوا د ککړتیا مخنیوی په موخه، د تالقان ښار په یوه غېر مسکوني سیمه کې په معیاري ډول د طبي پاتېشونو سوځولو یوه بټۍ جوړه کړي.
په تخار ولایت کې ځیني د شهیدانو وارثین او معلولین د مسوولینو له خوا د دوی د معاشاتو ورکړې غوښتنو ته د رسېدنې برخه کې، د کار له ټکني بهیره شکایت لري.
د تخار ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د دشتقلعه ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې ده.
په تخار ولایت کې د ښوونځيو یو شمېر زدهکوونکو د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د «زر مینځلو» په څېر پر سختو کارونو لاس پورې کړی دی.
په تخار کې یو شمېر کورنۍ چې د تېر او اوسني حکومتونو ځواکونو د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې، لا هم سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي یې شکایت درلودل، اوس ترې برخهمنې شوې.
محمد نظر چې له کلونو راهیسې د دودیزو وسایلو په کارولو سره دغه صنعت ژوندی ساتلی وایي، د اس یو زین صیقل کول او جوړول شاوخوا ۱۵ ورځې وخت نیسي څو د پلور لپاره چمتو…
په تخار ولایت کې د شخصي انجیوګانو یو شمېر مسوولان وايي، د موسسو له لوري د پراختیايي پروژو د پلې کېدو لپاره د اسانتیاوو نهشتون له امله، له بېکارۍ سره مخ دي.
د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د مخابراتي شبکو له انټرنټي خدمتونو بېبرخې دي او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې د انټرنټي خدماتو د نشتون ترڅنګ، مخابراتي شبکې هم په ښه ډول فعالیت نه لري.
د تخار په ولایتي روغتون کې ځیني پایوازان د درملو او کارمندانو له کمښته شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا ریاست دا راز ستونزې ردوي. پایوازان وایي، د اقتصادي ستونزو او موسمي ناروغیو د زیاتوالي…
د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د وروستیو ۲۰ کلونو جګړو او نا امنیو له امله له ټولو امکاناتو بې برخې وو، اوس د روغتیايي امکاناتو له نشتونه شکایت کوي.
په تخار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ چې غوښتل یې له وسلې سره انځور واخلي، ځان وژلې ده.
د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د امو سیند د اوبو کچې راپورته کېدو له امله اندېښمن دي، وايي چې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي.
د تخار د پوهنې ځيني مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت لري او وایي، زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا او تر سره لمر لاندې درس وایي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
د تخار ولایت سیمهییز مسوولین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د تالقان ښار له هټیو د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت له ۴ ټنو ډېر راټول کړي تاریخ تېر خوراکي توکي یې وسوځول.
په تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د غلا په تور څلورو کسان نیول شوي دي.
په تخار ولایت کې د علماوو شورا د ۱۵ دیني عالمانو او ۵ قومي مشرانو په غړیتوب سره، د تېر حکومت د ولایتي شورا پرځای خپل فعالیت پیل کړ.