Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت د رنګ د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي نن (د جنورۍ ۲۶مه) د پاکې انرژۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، تمه ده چې سږ کال نوېکېدونکې انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید تر ټولو پر سترې سرچینې بدله شي.
ځايي چارواکي وایي چې د بغلان د بورې فابریکه یې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله کړې او ډېر ژر به تولید پیل کړي.
حکومتي مسوولین وایي، روان کال د هېواد په شمالختیځ کې زون کې د غنمو څه باندې ۲۱ زره تنه اصلاح شوی تخم تولید شوی چې په ټول هېواد کې به یو میلیون بزګرو ته ووېشل شي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ښار په اولسمه حوزه کې د نشهیي توکو د تولید یوه فابریکه کشف کړې چې یوه اندازه نشهيي توکي هم ورڅخه ترلاسه شوي دي.
د افغانستان په کچه د چرګانو د تولید لس زره فارمونه فعال دي چې په ورځني ډول ۱۷۰۰ ټنه غوښه تولیدوي، حال دا چې د هېواد اړتیا د ورځې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د فاریاب یو شمېر بڼوال او ملي سوداګر وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د ممیزو د تولید کچه دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه محصول بیه ډېره ټيټه شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، د لومړنیو اټکلونو او سروېګانو له مخې، افغانستان کولای شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوېکېدونکې انرژۍ له سرچینو تولید کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ۷.۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې ټاکل شوې ۳۹۵۰ ټنه ګوړه به ترې تولید شي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.
د روسیې ولسمشر وایي چې هېواد یې د اوکراین پر وړاندې د بریا لپاره د بېپیلوټه الوتکو تولید په روان کال کې لس برابره زیات کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP