Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ۲۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښار د ټولو عمومي او فرعي سړکونو بیارغونه پيل شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک د نهه ميلیون افغانيو په لګښت درې فرعي کوڅې پخې شوې.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک قير کولو چارې پيل شوې.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار په وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالي وايي چې د دغه ښار ۵۰ سلنه قصابۍ معياري شوې دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د شپږ اعشاريه ۹ ميليون افغانيو په لګښت د یوه فرعي سړک هوارولو او ویالو جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري ښکلا او ښېرازۍ په موخه د ښار مختلفو واټونو کې ۱۵زره زينتي بوټي کېنول کېږي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحيه کې د ۱۲ کيلومتره په اوږدوالي د جوړېدونکي ۴۰ متره سړک چارو ځنډ ځايي خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وايي، د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د کشف او استخباراتو کنډک له لوري ۵۶ بورۍ باروت نيول شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په همکارۍ د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن