Language

جلال‌اباد ښار کې يوه کس د خپل مور او پلار له وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې ده

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یوه ځوان لومړی خپل مور او پلار وژلي او بیا یې ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد د غبرګولي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د جمعې ورځ د جلال‌اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ځوان خپل مور او پلار د چاقو په وسیله وژلي او وروسته یې خپل ژوند ته هم د پای ټکی اېښی دی.

هغه زیاته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ کسان سیمې ته رسېدلي او د پېښې د انګېزې او جزئیاتو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.