د افغانستان سرپرست حکومت ایران کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده
د افغانستان سرپرست حکومت د ایران په شیراز ښار کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده او په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت د ایران په شیراز ښار کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده او په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.
حکومت د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو په موخه د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی او په دې برخه کې د پرېکړو صادرلو په منظور یوه اختصاصي محکمه هم جوړوي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، سرپرست حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د ټولو هغو ښځو پر ملاتړ ځان مکلف بولي چې اسلامي حجاب مراعتوي.
د افغانستان سرپرست حکومت په یو شمېر وزارتونو او نورو حکومتي ادارو کې نوې ګومارنې کړې دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا…
د بلخ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د بېلابېلو جرمونو د کنټرول او مخنيوي په موخه دې امنيتي ځواکونه پر يونيفورم سمبال کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت، د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ساتلو او لګولو لپاره د صندوق جوړولو په غبرګون کې ويلي چې ټوله کنګل شوې شتمني باید له قید او شرط پرته راخوشې شي.
د هرات یو شمېر غالۍاوبدونکي د وطني غالیو د پلور او بهر ته یې د صادراتو پر کمېدو اندېښنه ښيي او وايي، له څو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو بازار پیکه شوی او حکومت باید دې برخه کې پر جدی اقداماتو لاس پورې کړي.
سرپرست حکومت له هېواده د امريکايي ځواکونو وتلو لومړۍ کالیزې په مناسبت وايي، نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي او ارضي تمامیت ته دې یې په درنه سترګه وګوري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما سرپرست مارکوس پوټزیل وایي، دا چې افغانستان د نړۍوال سسټم یوه برخه ده، نو سرپرست حکومت باید خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي. نوموړي دغه…
سرپرست حکومت وايي، د یو «خپلواک او مشروع» نظام په توګه د خپلواکۍ ارزښت ساتنې ته ژمن او له سیمې او نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر بنسټ ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د یو شمېر نورو ارګانونو په همکارۍ له کابل ښاره د سوالګرو پر ټولولو او د هغوی د ستونزو پر هواري کار پیلوي. دغه څرګندونې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا…
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته د سفر پر مهال له ځان سره ۵۳ میلیونه افغانۍ وړې، څو زلزلهځپلو ته د سرپناه جوړلو لپاره ورکړل شي.
«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» راتلونکې چهارشنبه د لویې جرګې په خېمه کې د درې زره دیني عالمانو په ګډون د درېیو ورځو لپاره جوړېږي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي او د کابل - لوګر لویې لارې موټر چلوونکي وایي، د دغې لارې لسګونه ویجاړ شوي پولګوټي نه دي رغول شوي او له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن په مزارشریف کې د یوناما دفتر د سیاسي برخې له مسوولې مېرمن سوکي سره په یوه ګډه ناسته کې، د کار موندنې برخه کې د حکومت د پراخو پروګرامونو خبر ورکړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکى وایي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یو شان کړي.
د اسیا لپاره د خبریالانو د خونديتوب کمېټې یو مسوول وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د ازادو رسنیو د زغم توان ولري او نیوکه باید د دوی ضد کوم ګام و نه بولي.
د سیګار د هغه راپور په غبرګون کې چې ویلي، د ۲۰۲۱ مېلادي کال په درېیمه ربعه کې له ۵۰۰ زرو ډېرو افغانانو دندې له لاسه ورکړې دي، یو حکومتي چارواکی وايي، ډېری هغه کسان بېکاره شوي چې له بهرنیانو سره یې کار کاوه او حکومت هڅه کوي څو ټولو ته د کار زمینه برابره کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د پنجشنبې ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب ورځ او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
په کابل کې ځیني سوداګر د سرپرست حکومت له لوري بهرنیو پانګهوالو ته د ویزې او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه اقدام بولي؛ خو وایي چې حکومت باید افغان سوداګرو ته هم د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
په يوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی، خو چارواکي يې ردوي. ياد راپور د پېښو او وسلهوالو نښتو د ځایونو د اطلاعاتو…
د کندوز ځيني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د ناثبت شویو سیمکارتونو د پلور مخه ونیسي؛ ځکه دغه کار د جنایي جرمونو په کمولو او د ښه امنیت په ټینګښت کې اغېزناک دی.
د لوګر کروندګر شکایت کوي چې د کيمیاوي سرې بیه ډېره لوړه شوې او دوی یې د پېرلو توان نه لري.
د پخواني حکومت یو شمېر قاضیان وایي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې برخليک معلوم نه دى، حکومت بايد دغه ستونزه هواره کړي.