ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی

author avatar
2 Oct 2022 - 17:44
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی
author avatar
2 Oct 2022 - 17:44

پلخمري (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، سرپرست حکومت د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د ټولو هغو ښځو پر ملاتړ ځان مکلف بولي چې اسلامي حجاب مراعتوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي دغه څرګندونې نن (یکشنبه) د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې، د هېواد د اوسني سیاسي وضعیت او د ښځو له حقونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ده وویل، د افغانستان شته نظام د خلکو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی، خو یو شمېر د پردیو په لمسون د شته اسلامي نظام د بدنامۍ هڅه کوي، لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې ناکام شول، دغه هڅې یې هم پایله نه لري.

هغه زیاته کړه: «هغه بې حجابه ښځې چې د نورو افغان مېرمنو د بې حجابه کېدو لپاره د ښځو حقونو د ملاتړ دعوې کوي او غواړي له همدې لارې شته نظام بدنام کړي، حکومت یې په دغه ډول حق غوښتنې ملاتړ نه کوي، ترڅنګ یې د هغو افغان مېرمنو چې اسلامي جامه پر تن ده، حجاب یې مراعت کړی وي، حکومت مکلف دی چې د دغسې پتمنو ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.»

قومي مشر انجنیر زلمي زهیر بیا له واکمنو د ګیلې په توګه وویل، جګړه یوازې د امارت کسانو نه ده کړې، افغان ولس هم په یو نه یو ډول تېره شل کلنه جګړه کې ښکېل و، دا چې د جګړې ډېر زیان عام ولس ته رسېدلی، مسوولینو ته په کار ده چې د عام ولس غوښتنې او هغه نیوکې چې پر حکومت یې د اصلاح لپاره کوي، په ورین تندي ومني.

نوموړي زیاته کړه، د شوروي اتحاد له ماتې وروسته هغو مجاهدینو چې شخصي ګټې له ملي ګټو غوره وبللې، ځان او جهاد یې بدنام کړ؛ که اوسني واکمن هم هغسې وکړي، د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیاتېږي او بالاخره له بلې سترې ناخوالې سره مخامخ کېږو.

دغه‌راز دیني عالم شیخ برهاني هم د ځوان نسل فکري روزنې ته په اشارې وویل، دښمن په ځوان نسل کې د فکري جګړې د ودې په لټه کې دی، غواړي په یوه او بله پلمه ځوان نسل فکري جګړې ته وهڅوي، حکومت ته په کار ده چې له دغې سړې جګړې سره د مبارزې لپاره د ځوان نسل روزنې ته پام زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په بامیان ولایت کې یو شمېر ښځینه محصلینو د سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې له حکومته په کابل کې پر «کاج» روزنیز مرکز د برید پلټنې غوښتنه وکړه.

Visits: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.