Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا د سيدکرم او جانيخېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق په ۱۸۰زره ډالره لګښت د جلالاباد ښار دوو روغتونونو ته جنراتوري برېښنا برابره شوه.
د کابل په انتاني او افغان – جاپان روغتونونو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت د سیټيسکن تشخیصیه څانګو لپاره د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان یې د درملنې په موخه د کابل ښار څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول سره په لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې له روغتونونو سره د دغو ادارو د مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب نړۍوال فدارسیون د اسیاپسفیک برخې له مشر سره په لیدنه کې غوښتي څو د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسیکلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د هلمند د دوو ولسوالیو له روغتونونو سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وشوه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړه سوري ۴۸ ماشومان يې نن په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د سوري زړه ماشومانو درملنې په دوام، سره میاشت وايي چې د سوري زړه ۵۵ ماشومان یې د عملیاتو او درملنې په موخه کابل کې پنځو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP