ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د یونیسف له لوري د ننګرهار له شلو روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سولري یخچالونو مرسته وشوه.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت لسو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو ډګر و، نو ځکه هیڅ کار ورته نه دی شوی.
د پنجشېر ولایت د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرېوالي شکایت لري؛ خو مسوولین ژمنه کوي چې د دغې ستونزې هواري لپاره د ګرځنده روغتیايي ټیمونو شمېر زیاتوي.
د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانسونو له کمښته شکایت لري او وایي، خپل ناروغان د موټر، موټرسایکل او یا مرکب په وسیله تر روغتیايي مرکزونو لېږدوي؛ خو مسوولین د دې ستونزې په تاییدلو سره وایي چې د حل لپاره یې ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي، د دغه ولايت دولتي روغتيايي مرکزونو ته له شته امکاناتو ډېر خلک مراجعه کوي، خو دوی هڅه کوي چې د امکاناتو زياتولو ترڅنګ له شته هغو په ګټې اخيستنې ټولو مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د اروزګان روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا زر رضاکاران یې ګومارلي څو په لرو سیمو کې خلکو ته روغتیايي مشورې ورکړي او د اړتیا پر مهال یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژني.
په زابل کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت، له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره د درملو او سونتوکو مرسته شوه.
په زابل کې له نهو روغتیايي مرکزونو سره د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او نورو وسایلو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په غزني کې له ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت او د زابل له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وکړه.
د پکتيا ولایت د مرکز او ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سره د ٣١ موټرسايکلونو او يوه امبولانس مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن