ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور خلک په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس له کمښته شکایت لري

د غور خلک په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس له کمښته شکایت لري

author avatar
24 Feb 2023 - 19:08
د غور خلک په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس له کمښته شکایت لري
author avatar
24 Feb 2023 - 19:08

فېروزکوه (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانسونو له کمښته شکایت لري او وایي، خپل ناروغان د موټر، موټرسایکل او یا مرکب په وسیله تر روغتیايي مرکزونو لېږدوي؛ خو مسوولین د دې ستونزې په تاییدلو سره وایي چې د حل لپاره یې ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د سنګ‌تخت کلي اوسېدونکي محمدحسن امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانس خدمتونه یوه مهمه برخه ده خو د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانسونو د کمښت ستونزه جدي ده.

هغه زیاته کړه: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، کلینیک راڅخه ډېر لرې دی، که یو جدي ناروغ ولرو اړ یو چې د مرکب په وسیله يې کلینیک ته ولېږدوو، ځکه امبولانس نشته، کرایي موټر هم ځیني وخت نه پیدا کېږي او له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

هغه وویل، په ځلونو یې لیدلي چې ځینې امیدوارې مېرمنې د زېږون پر مهال چې روغتیایي حالت یې ډېر خراب و او د دغې ولسوالۍ له کلینیک ولایتي روغتون ته راجع کېدلې، د امبولانس نشتوالي له امله په کرایي موټرو کې او یا ځیني وخت د مرکب په وسیله ښار ته لېږدول شوې دي.

په ورته مهال، د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمدعلي هم ورته شکایت لري او په غور ولایت کې د امبولانس د خدمتونو نشتوالی ځايي خلکو ته یوه لویه ستونزه ګڼي.

نوموړي وویل: «کلینیک زموږ له ځایه ډېر لرې دی، همداراز زموږ کلینیک نه درمل لري، نه امبولانس او نه هم ښه ډاکټر چې ناروغانو ته رسېدنه وشي؛ موږ اړ یو چې یو موټر کرایه کړو او خپل ناروغ د ولسوالۍ روغتون یا د ولایت روغتون ته ولېږدوو، موټرچلوونکي هم ډېرې پیسې اخلي، که تر ولسوالۍ یې بوځو ۳ تر ۴  زره او یا یې که مرکز ته بوځو نو له ۸ تر ۱۰ زرو افغانۍ اخلي، موږ په رښتیا له ستونزو سره مخ یو.»

دا نه یوازې د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي له یادې ستونزو سره مخ دي، بلکې د دغه ولایت د فېروزکوه ښار او نورو ولسوالیو اوسېدونکي له ورته ستونزو سره مخ دي.

د الله‌یار په نوم نوې رامنځته شوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شمس‌الحق پژواک اژانس ته وویل: «په الله‌یار ولسوالۍ کې چې زیات نفوس هم لري یو کلینیک موجود دی چې متاسفانه هیڅوک خپل ناروغ نه شي ور وړلای، په دغه ژمي کې اړ شو چې خپل ناروغان په مرکب هغه ځای ته ورسوو چې هلته موټر و او وروسته مو موټر کرایه کړی، څو ناروغ مو ښار ته لېږدولی، کلینیک خپله څه نه لري، امبولانس لرل خو لا پر خپل ځای.»

د فېروزکوه ښار يو اوسېدونکى حامد رحيمي هم وايي، د غور ولايتي روغتون هم د امبولانسونو له کمښت سره مخ دى چې ډېری وخت د خلکو ستونزو ته رسېدنه نه شي کولاى.

نوموړي زیاته کړه: «په ولایتي روغتون کې هم امبولانسونه کم دي، ډېری وخت بېړني ناروغان په موټر او یا موټرسایکل روغتون ته لېږدول کېږي، نور امبولانسونه هم معیاري نه دي، خدای مه کړه که کومه لویه پېښه رامنځته شي، دوه یا درې امبولانسونه نه شي کولای چې خلکو ته رسېدنه وکړي.»

د غور ولایت دغه اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د غور ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالاحمد نوري پژواک ته وويل چې په مرکزي روغتون کې څلور امبولانسونه شته او په اوسني حالت کې کافي نه دي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه په ​​ګاونډیو ولایتونو لکه هرات او کابل کې د بېړنیو پېښو د زیاتوالي له امله هره اونۍ باید زموږ دوه امبولانسونه کابل یا هرات ته لاړ شي؛ ځکه موږ باید دا ډول ناروغان کابل یا هرات ته انتقال کړو.»

نوموړي په ​​ډاګه کړه، که په لويو لارو کې د دوى د امبولانس تګ راتګ کم نه شي، د سره صليب له خوا ترميم شوي امبولانسونه به بېرته خراب شي او دوی به له جدي ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي په یاد ولايت کې د امبولانسونو زياتول يوه اساسي او عاجله اړتيا وباله او له مسوولينو يې وغوښتل چې د دې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې اوسمهال د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې له استهلاک شوو امبولانسونو او په ولسوالیو کې له فلانکوچ موټرو د امبولانسونو په توګه کار اخلي او ناروغانو ته رسېدنه کوي.

د غور ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالستار موفق پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ له پخوانیو استهلاک شوو امبولانسونو د ناروغانو د انتقال لپاره کار اخلو چې زموږ لپاره کافي نه دي، په ولسواليو کې د ناروغانو انتقال لپاره له فلانکوچ موټر څخه کار اخلو او موږ واقعا امبولانس ته اړتیا لرو.»

د غور د عامې روغتيا رييس هيله څرګندوي چې په نږدې راتلونکي کې د عامې روغتيا وزارت له يو شمېر ولايتونو سره د مجهزو امبولانسونو مرسته کوي چې غور هم په دغه پروګرام کې شامل دى.

غور یو غرنی ولایت دی چې په ډېرو ولسوالیو کې یې د سړکونو خرابوالي او د روغتیايي کلینیکونو لرې‌والي له امله خلک روغتیايي خدمتونو ته په سم ډول لاسرسی نه لري.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.