ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرې‌والي شکایت کوي

د پنجشېر د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرې‌والي شکایت کوي

author avatar
16 Mar 2023 - 15:06
د پنجشېر د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرې‌والي شکایت کوي
author avatar
16 Mar 2023 - 15:06

پاراخ (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرې‌والي شکایت لري؛ خو مسوولین ژمنه کوي چې د دغې ستونزې هواري لپاره د ګرځنده روغتیايي ټیمونو شمېر زیاتوي.

د پنجشېر په عامې روغتیا ریاست کې د لومړنیو مراقبتونو مسوول محمدابراهیم حازم د معلوماتو پر بنسټ، څلور کلینیکونه د دغه ولایت په مرکز، دوه کلینیکونه په شتل ولسوالۍ، درې کلینیکونه او یو ایمرجنسي روغتون په عنابه ولسوالۍ، یو ۴۰ بستریز روغتون او درې کلینیکونه په رخه ولسوالۍ، پنځه کلینیکونه په دره ولسوالۍ، څلور کلینیکونه په ابشار ولسوالۍ، یو شل بستریز روغتون او پنځه کلینیکونه په حصه‌اول ولسوالۍ او شپږ کلینیکونه په پریان ولسوالۍ کې فعالیت کوي.

حازم وايي، په یادو مرکزونو کې د شاوخوا ۸۵ سلنه ناروغانو درملنه کېږي او پر ځینو ناروغیو اخته کسان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

دغه‌راز د پنجشېر اوسېدونکي هم وايي چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې روغتیايي خدمتونه د تېر په پرتله ښه شوي، خو لا هم د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي له دې ستونزې سره مخ دي.

د یاد ولایت د مرکز بازارک اړوند د ده‌منجهور کلي اوسېدونکي عبدالباسط پژواک خبري اژانس ته وویل، په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه‌والی راغلی دی.

هغه وايي، په روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو ښه پالنه او تر یوې کچې درمل هم ورکول کېږي، خو زیاتوي چې د پنجشېر د ځینو لرو سیمو خلک اوس کې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې په لرو سیمو کې هم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

عبدالباسط زیاتوي: «خپله دوه اولادونه لرم، د دولت مامور یم، اته زره افغانۍ معاش لرم، که په پنجشېر کې د ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره نه وي، نه شم کولای په دې پیسو د اولادونو درملنه وکړم او یا یې کابل ته بوځم.»

د رخه ولسوالۍ اړوند بلاق کلي اوسېدونکی عبدالقیوم وايي، د رخې ولسوالۍ د بلاق، نریان، چمالوره، بوته‌وار او دوشاخ کلیو اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «موږ شاوخوا یو نیم ساعت پیاده مزل کوو څو د سیاوش سیمې کلینیک ته ورسېږو؛ دا یوه ستونزه ده چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي ځورېږي.»

عبدالقيوم وويل، د بلاق کلی سړک لري، خو خراب او خامه دى او لیني موټر نه لري.

د هغه په وینا، دربست موټر هم کم پیدا کېږي او که پیدا هم شي شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ کرایه اخلي، د سیمې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د دومره کرایې ورکولو توان نه لري او اړ دي چې دغه واټن پلی ووهي.

د «کوه تولخه» سیمه د یاد ولایت د مرکز یوه له لرې سیمو څخه ده.

مسعود د خپلې سیمې ستونزې داسې بيانوي: «موږ روغتيايي مرکز ته له يوه ساعته تر يو نيم ساعت پورې مزل کوو او د ناروغ لېږدول ستونزمن کار دى، په داسې حال کې چې سړک شته، خو په غره کې دی… خامه او خراب دی، موټرچلوونکي ډېرې پیسې اخلي چې خلک دومره توان نه لري.»

خو هغه وايي: «د ګرځنده کلینیکونو خدمتونه ښه دي، څو ځله راغلي، ښه امکانات لري، خو د کارمندانو د کمښت له امله یې خلکو ته رسېدنه کمه ده او ان درې میاشتې وروسته هم په کلیو کې خلکو ته رسېدنه نه شي کولای، له حکومته غواړو چې دغه ټیمونه زیات شي.»

بلخوا، د رخې ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکټر عابد احمدي په لرو سیمو کې د ګرځنده ټیمونو فعالیت اغېزناک ګڼي.

هغه وايي، ګرځنده ټیمونه د خپلو شته اسانتیاوو له مخې کولای شي چې د لرو سيمو د اوسېدونکو روغتيايي ستونزې تر ۹۶ سلنې پورې حل کړي، خو د دغو ټيمونو کمښت هم يوه ستونزه ده او داسې سيمې شته چې هلته د دغو ټيمونو ورتګ ستونزمن دى.

اقتصادي کارپوه احمد شهاب وایي، حکومت باید د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په ډېرولو او یا په لرو سیمو کې د ثابتو روغتیایي مرکزونو په جوړولو سره غوره او ډېرو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه داسې کورنۍ هم شته چې په شخصي کلینیکونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې او یا کابل یا د ولایت مرکز ته یې د لېږد توان نه لري.

هغه څرګنده کړه چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او وده په هېواد کې د کورنیو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس دوکتور اسدالله نجات وایي، اوسمهال د دغه ولایت د لرو سیمو د اړتیاوو پوره کولو لپاره څلور ګرځنده ټیمونه فعالیت کوي او په دغو سیمو کې په دوره‌يي ډول خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

هغه څرګنده کړه، ټاکل شوې چې د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو شمېر اتو ته لوړ شي څو د روغتیا په برخه کې د لرو سیمو ستونزې د امکان تر بریده حل شي.

 د هغه په خبره، د پنجشېر لرې سیمې په هغه اندازه نفوس نه لري چې د هرې یوې لپاره جلا کلینیک جوړ شي، له همدې امله هڅه کېږي څو د هغوی اړتیاوې د ګرځنده کلینیکونو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړه، ګرځنده روغتیایي کلینیکونه یو د داخله ناروغیو معالج ډاکټر، یوه قابله، یو رواني سلاکار او یو واکسیناتور لري، دغه راز ۱۲۲ قلمه درمل او د موټر په وسیله د سفر امکانات هم لري.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې ټاکل شوې را روان کال په دغه ولایت کې  دوه ۵۰ بستریز روغتونونه هم جوړ شي.

Visits: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.