اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زابل کې ځوانانو ته یو ښوونیز مرکز پرانیست
د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري د وړیا زدهکړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.
د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري د وړیا زدهکړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تاریخي ابدو په توګه ۱۸ سیمې مشخصې او ثبت کړې دي.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د څارویو غوښې بیه لوړه شوې چې ښاروالي یې باید کنټرول کړي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP له لوري د زابل د مرکز کلات ښار اړوند په «تنه څاه» کلي کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه بند جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د زابل د کلات ښاروالۍ مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مرسته د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې ۶ زره او ۲۹۵ کسان پر کار ګومارل کېږي.
د زابل د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ له ورغلي پلاوي وغوښتل چې له دې ولسوالۍ تر مرکز کلات پورې دې غځېدلی ۱۰۴ کیلومتره سړک دې ورغول…
په پکتیکا او زابل ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن او نيډرلینډ هېوادونو کې قرانکریم ته د شوي سپکاوي غبرګون کې لاریونونه وکړل او د سپکاويکوونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
په زابل کې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې تر دغه مهاله ۱۰۵ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د زابل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې ۲۳ سلنه ډېروالی راغلی چې ډېره برخه یې هندوستان او پاکستان ته صادر شوي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د پاور لفټینګ/ وزن پورته کولو سیالۍ وشوې چې د دغه ولایت د دوو کلبونو ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې ډېری یې ماشومان دي- د سړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د زابل د کرونا روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د هوا سړېدو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د زابل مرستیال والي وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرلهپسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز کلات کې د پوهنې ریاست او د ۱۱ ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د برېښنا او اوبو سیسټم فعال شو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې په شاجوی ولسوالۍ کې ١٥٠ ماشومان تورې ټوخلې ته پر ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د زابل مرکز کلات او ولسوالیو پر امنیتي کسانو د یونیفورم وېش پيل شو.
د عامې روغتيا وزارت مسوولین وايي، په زابل ولایت کې د ترکیې په مرسته د سترګو ۵۰۰ ناروغانو عملیاتونه او د شاوخوا ۵ زره نورو کسانو درملنه کېږي.
د زابل ولایتي روغتون چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په دغه روغتون کې ۴ زره ۹۵۵ ماشومان زېږېدلي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی په کې راغلی دی.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د محکمې له پرېکړې وروسته اووه کسان- چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو- په درو ووهل شول او د بند سزا ورته واورول شوه.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پيل شوې.
د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د کرکټ ۸ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي. د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل،…
د زابل د حج او اوقاف ریاست له لوري په مرکز کلات کې د لسګونو ځوانانو په ګډون د حسن قرائت سیالۍ وشوې.
په زابل کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت، له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره د درملو او سونتوکو مرسته شوه.