ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پیل شوې

د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پیل شوې

author avatar
6 Dec 2022 - 15:48
د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پیل شوې
author avatar
6 Dec 2022 - 15:48

کلات (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د کرکټ ۸ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د شینکۍ ولسوالۍ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ دا شل اووریزې سیالۍ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ نن پیل شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو له لارې به له یوې خوا د پولیو مخنیوي کمپاین وشي او له بلې خوا به ځوانانو ته د سالمې بوختیا او تفریح زمینه برابره شي.

دی وایي، په دې وروستیو کې په زابل کې کرکټ وده کړې چې د مرکز کلات ترڅنګ په شاه جوۍ، ښارصفا، سیوري، شینکۍ، شملزو، خاک افغان، مېزانه او ارغنداب ولسوالیو کې د کرکټ شاوخوا ۱۰۰ لوبډلې شته او سلګونه ځوانان کرکټ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.