Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سرپل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د سرپل د لږ تر لږه څلورو ولسوالیو د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي په خپلو سیمو کې
سرپل کې یو شمېر بزګران د حکومت له لوري د کوکنار پر کښت بندیز ته په اشاره د بدیل کښت غوښتنه کوي خو د کرنې ریاست وايي، د کرنې سیستم ښهوالي په موخه یې ښې برنامې ورمعرفي کړې دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د شبرغان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان شوي دي.
مسوولین وايي چې د امو سیند په نفتي حوزه کې د ۱۸ نویو استخراجي څاهګانو د کېندلو کار پیل شوی دی.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د نوري فایبر له ملي شبکې سره د دغه ولایت نښلولو پروژې چارې د څلوېښت ميلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
سرپل کې یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د دغه ولایت په مرکز کې د ناريبند کوتل لارې له خرابوالي شکایت لري او وایي، نقلیه وسایط او مسافر پر دې لار د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د سرپل امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې له پخوا پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدو خبر ورکوي، خو بڼوال وایي چې حکومت باید بهر ته د دغه محصول صادرانو برخه کې پاملرنه وکړي.
سرپل کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
ځايي مسوولین وايي چې سرپل ښار کې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او د دایکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې یوه ماشوم د برېښنا شارټۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP