سرپل کې یو غل ووژل شو
د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند یوه کور ته څلور غله ورغلي وو چې د خلکو د مقاومت په پایله کې یو غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند یوه کور ته څلور غله ورغلي وو چې د خلکو د مقاومت په پایله کې یو غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د سرپل د پوهنې ریاست وایي، د یونیسکو اداره په دغه ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زدهکړې ۸۳ ټولګي جوړوي.
د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نهشتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.
په سرپل کې د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د سرپل له پوهنې ریاست سره د څلور سوه او ۷۲۳۲ ټوکو درسي کتابونو مرسته کړې ده.
د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې، د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.
د سرپل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشهيي توکو روږدی و - وژلی دی.
ه سرپل کې له څه باندې ۶۰۰ مالدارانو سره د هغو د څارويو لپاره د خوراکي توکو او جوزجان کې د شهيدانو له ۳۰۰ وارثينو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د استخباراتو ریاست وایي، د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند سیمه کې ۲۴ او په سرپل ولایت کې یې ۱۲ میله وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي. د استخباراتو لوی ریاست پر خپله…
د سرپل ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین د هغو ۴۸۱ ښوونکو د ګومارنې لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ازموینه کې بریالي شوي دي.
د سرپل ولایت پولیسو د هغه ۱۰ کلن ماشوم د وژل کېدو خبر ورکړی چې پرون ماښام په سرپل ښار کې نادرکه شوی و.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ مسوولین د دغه ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې، د سل کيلوګرامه نشهيي توکو د ترلاسه کېدو او په دې تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، نن په دغه ولايت کې شرکتونو او صنعتګرو ته د جوازونو د ورکړې لړۍ پيل شوه.
د سرپل د پوهنې رییس وایي، په دغه ولایت کې د ۴۰۹ ښوونځيو له ډلې ۲۸۶ یې ترمیم ته اړتیا لري.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د مثبت بدلون په نوم یوه خصوصي شرکت، د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د کرنې او مالدارۍ پروګرام (USAID) په مالي همکارۍ په سرپل ولایت کې د قرهقل پسونو د شمېرني سروې ترسره کړې ده.
د سرپل په مرکز او صیاد ولسوالۍ کې د ایچ ایچ ار ډي موسسې له خوا سلګونه کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د سرپل اوسېدونکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نمایندهګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي او خلک له دې امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د سرپل ګلیم اوبدونکي په دغه ولایت کې د ګلیمونو د بازار پیکه کېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، د دغه صنعت په له منځه تلو سره به هغه مېرمنې بېکاره شي چې د ګلیم اوبدلو په برخه کې پر کار بوختې دي.
په سرپل کې مالداران ادعا لري چې په دغه ولایت کې د وښو بیه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
په سرپل ولایت کې د انګورو بڼوال وایي، سږ کال یې د باغونو د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو د پلور لپاره یې مناسب مارکېټ نشته.
د سرپل د کرنې ریاست وایي، د خټکیو مچ د له منځه وړو په برخه کې د کرنې وزارت د تېرو اوو کلونو هڅو نتیجه ورکړې او اوس دغه افت د خټکیو په کښت کې له منځه تللی دی.