منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غزني

۸۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

ځايي مسوولین: غزني کې د سرو کاڼو اوبو بند به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د غزني ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د اوبو یو بند جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخې ته تللې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او ۵۰۰ کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.

غړي

غزني کې د «آلوګل» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د «آلوګل» کلنۍ دودیزه مشاعره د غزني په مرکز کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینه‌والو په ګډون ترسره شوه. یاده مشاعره چې د غزني ولایت مقام په انګړ…

غړي

غزني کې د ماین چاودنې یو کس وژلی

د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د کوچیانو پر یوه ټراکټور موټر د ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.

غزني کې خلک د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیزو خدماتو له ټیټ او خراب کیفیته شکایت کوي، وايي چې د دغو شبکو د کیفیت ټیټوالي له امله په کاروبار کې له ستونزو سره دي.

غزني کې د دیني مدرسو د ښځینه زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ډېرو نجونو په دیني مدرسو کې زده‌کړو ته مخه کړې ده؛ په ورته وخت کې، د پوهنې ریاست هم تاییدوي چې په غزني کې د مدرسو شمېر د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

غړي

غزني کې ۱۷۰ زره غواګانو ته د لمپي‌سکین ضد واکسین کمپاین پیل شو

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې غواګانو ته د لمپي‌سکین ناروغۍ ضد واکسین تطبیق کمپاین پېل کړی چې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت به نږدې ۱۷۰ زره غواګانې واکسین شي.

نور راپورونه