د غزني قرهباغ ولسوالۍ میرخان سیمې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان له ښوونځي محروم دي
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې د نامعلوم کس له لوري د تبر په وسیله وژل شوی دی.
د غزني د ګیرو ولسوالۍ د موسیخېلو سیمې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د دغې او قرهباغ ولسوالۍ ترمنځ د یوه لوی پُل رغولو چارې پيل کړې دي.
غزني( پژواک، د لېندۍ ۲۶ مه ۱۴۰۱ ): په غزني ولایت کې خلکو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه. ددې ولایت د کانونو او پیټرولیم رئیس مولوي حضرت یوسف صهیب پژواک خبري آژانس ته…
د غزني له پوهنتونه تازه فارغ شوي محصلین خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي، حکومت دې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له تېر یونیم کال راهیسې د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې په موخه، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی.
چارواکي وايي، د غزني هوايي ډګر شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ پکې جوړې شوې دي.
د غزني ولایت د مرکز اړوند پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله یوه مور او د هغې دوه ماشومان مړه شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ…
د غزني د جغتو ولسوالۍ په پایین سرترګان سیمه کې د عامو خلکو له خوا په خپل شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د غزني ښاروالۍ له لوري په غزني ښار کې د ۱۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې دوې پروژې پيل شوې چې په کې د کوڅو پخول او د ښار پر ځینو واټونو د څراغونو نصبول شامل دي.
د غزني اوسېدونکي وايي، سږ کال- چې لا ژمی نه دی را رسېدلی- په دغه ولایت کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵ زره افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
د غزني د ګیرو ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه د ولور او وداه په نوم ډېرې پیسې نه شي اخیستلای.
د غزني لیکوال، فرهنګیان او د مطالعې مینهوال وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې له ۴۰ ډېرې ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او رسالې خپرېدلې خو اوس د «سنايي» په نوم له دولتي اوونیزې پرته نورې ټولې سقوط شوې دي.
په غزني کې د چرګانو پلورونکي په دغه ولایت کې د چرګانو د مناسب پلور له نشتوالي شکایت کوي، وايي که د دوى ستونزې هوارې نه کړاى شي او له پاکستانه د چرګانو واردات بند نه شي، نو کاروبار به يې له سقوط سره مخ شي.
په غزني کې نن د هېواد د ۱۴ ولايتونو د قوتالرمي ورزش ټیمونو درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې او څلور ورځي به دوام وکړي. د افغانستان د قوتالرمي فدراسیون مسؤولین وايي، دغه سیالۍ…
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې پر نشو د روږدو وګړو د راټولولو لړۍ پيل کړې چې په تېرو دوو ورځو کې یې سلګونه دغسې کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یوه کمپ ته لېږلي دي.
د هېواد په کچه د کانګفو څوارلسم پړاو سیالۍ د غزني په کوربهتوب پيل شوې چې له ۳۱ ولایتونو د دې لوبې ۲۰۰ ورزشکاران ورته رابلل شوي دي.
د غزني د خوګیاڼو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي له سلو ډېر کلي لري چې زرګونه خلک په کې ژوند کوي، خو یوازې د هلکانو درې ښوونځي په کې شته چې هغه هم په وروستیو درېیو کلونو کې جوړ شوي او تر اوسه ودانۍ نه لري.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غزني امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی.
په غزني ښار کې د معلولو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو چې موخه یې د هغوی تولیداتو ته بازار موندنه وه. دغه یو ورځنی نندارتون چې د اروپايي ټولنې په مالي او سویډن…
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سردې بند شاوخوا ۷۶ زره جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې چارواکو یې له غصبه د خلاصولو هڅې پيل کړې دي. د سردې بند د دغه ولایت د…
د غزني مسوولین وايي، د غزني ـ کندهار په عمومي لویه لاره د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.