ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې خلکو ته په ټېټه بیه د ډبرو سکرو وېش پیل شو

غزني کې خلکو ته په ټېټه بیه د ډبرو سکرو وېش پیل شو

غزني( پژواک، د لېندۍ ۲۶ مه  ۱۴۰۱ ): په غزني ولایت کې خلکو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه.

ددې ولایت د کانونو او پیټرولیم رئیس مولوي حضرت یوسف صهیب پژواک خبري آژانس ‎ته وویل، چې د اسلامي امارت رهبرۍ په دغه ولایت کې د ۳۰ زرو ټنو د ډبرو سکرو د وېش امر په ټېټه بېه ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړه، د غزني سیمه ییزي ادارې د دغو ډبرو سکرو د وېش لړۍ یوه ځایي شرکت ته سپارلی دی او نن یې د وېش لړۍ پیل کړه.

د نوموړي په وینا، یادو  ډبرو سکرو کیفیت ډېر لوړ دی او د غزني ښاریانو ته به د ښار په دریېو برخو کې ، ټن په ۱۱ زره او ۵۰۰ افغاني وپلورل شي.

د کانونو او پیټرولیم د رئیس په وینا، چې یاده اندازه د ډبرو سکاره غزني ته ځانګړې شوې او د یوه کمېسیون تر څار لاندې وېشل کېږي.

په ورته وخت کې، د غزني ولایت ګڼ شمیر اوسېدونکي د ډبرو سکرو له نسبتآ ارزانه کېدو څخه خوښي څرګندوي خو وايي، چې لا یې هم بیه لوړه ده او بې وزله خلک یې نه شي اخیستی.

د محمد نزیر په نامه یو تن پژواک ته وویل، په غزني ولایت کې د يو ټن ډبرو سکرو بيه تر  شل  زره افغانیو پورې وه، چې د تېر کال په پرتله درې برابره لوړه وه.

نوموړي زیاته کړه ، سږني ژمي کې تر اوسه ډیری کورنۍ په کورونو کې د سوند توکي نه لري، ځکه چې د ډبرو سکرو بیې اسمان ته ختلې وې او اوس به د نویو ډبرو سکرو په را سېدو سره به یې په بیې څه نا څه ټیټې شي.

Visits: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.