منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:11 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

غزني ښار کې د ګازنیونې له امله یوه مور او دوه ماشومان یې مړه شوي

· 1 دقیقه لوستل · 188 کتنې · تازه شوی

غزني ښار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني ولایت د مرکز اړوند پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله یوه مور او د هغې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي د لېندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قدم کلا اړوند د عمري پله ساحه کې د ډبرو سکرو بخارۍ ګاز له امله درېیو کسانو چې یو مور او دوه ماشومان یې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې د مور ترڅنګ د هغې دوه لوڼې چې یوه درې کلنه او بله پنځه کلنه ده، هم مړې شوې دي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله يوه ۱۸ کلنه پېغله مړه شوې وه.