فاریاب کې د فوټسال ټورنمنټ د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د «د ښار د تنظیم او پراختیا جام» تر نوم لاندې د فوټسال ټورنمنټ چې د فاریاب د مرکز میمنې ښار د لسو ناحیو د ټېمونو ترمنځ د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی و، د لومړۍ ناحیې د ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېد.




















