Language

فاریاب کې یوې پېغلې ځان‌وژنه کړې ده

میمنه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت سرپرست او مرستیال داملا معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل، دا نجلۍ رامینه نومېده او د پښتونکوټ ولسوالۍ د جمشیدي سیمې اوسېدونکې وه چې تېره ورځ یې ځان د خونې په چت پورې راځړولی او مړه شوې ده.

نوموړي د دې ځانوژنې لامل کورنۍ ستونزه یاده کړه او زیاته یې کړه: «د سیمې د سپین‌ږیرو په خبره، دغه نجلۍ کوژدن شوې وه، له چا سره یې په ټیلېفون خبرې کړې، له دې خبرې یې کورنۍ خبریږي، خو مخکې له دې چې کورنۍ یې څه ورته ووایي، د خپل پلار له ډاره یې ځانوژنه کړې ده.»

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په اسلام کې ځانوژنه کبیره ګناه ده.