فاریاب کې یوې ښځې ځانوژنه کړې
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې دوو ښځو ځانوژنه کړې، بلخوا په قیصار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو اته کلن ماشوم مړ شوی دی. یوې…
د فاریاب ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یوې ۳۲ کلنې ښځې -چې د ۷ میاشتو امیدواره وه- د موږکانو دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ولایت سیمهییز مسوولین دغه ولایت کې په بېلابېلو پېښو کې د څلورو ښځو او یوه ځوان له وژلکېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه ځوان د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دی.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون، دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د نجونو لپاره ځانګړې مدرسه چې د زرو زدهکوونکو د جذب وړتیا لري، جوړه او پرانیستل شوه. د فاریاب د پوهنې رییس مولوي…
په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه دارالعلوم او د یوه چوک د جوړولو چارې پیلېدو او د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه دارالعلوم د ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۸ کسان مسموم شوي او په یوه بله پېښه کې بیا په میمنې ښار کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب له بېلابېلو سیمو اختر ته د خوراکي توکو او جامو پېرلو لپاره میمنې ښار ته د خلکو ورتګ بې ساری دی، خو هټۍوال د پلور له کموالي او پېرېدونکي د اختریزو خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل جوړ کړي ۱۹ ډوله تخنیکي او فني وسایل نندارې ته وړاندې کړل.
د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ولایت امنیه قومانداني د نامعلومو وسلهوالو له لوري د دغه ولایت په پشتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې د دوو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوه څرځای پر سر نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حراموالي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د فاریاب پولیس د هغه ۶ کلن ماشوم د جسد له موندلو خبر ورکوي چې اووه ورځې مخکې د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې ورک شوی و او وايي چې د دې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي - ترلاسه شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.